کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

منظور پښتون له کرونا ناروغي روغ شو

12 جوزا 1399 ساعت 16:49


د بښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون وايي چې کرونا وایرس ته یې ماتې ورکړه او وروستی ټیسټ یې منفي شو .
د مشر منظور پښتون د کرونا ناروغي ټیسټ د روژې میاشتي په وروستیو کې مثبت را وتلی وو.
وروسته له هغه ځان قرنټین کړ او له لیدنو یې ډډه وکړه .‌ که څه هم د پښتون دوه ټیسټونه شوي‌وو یو یې په خپل نوم او بل یې په پردي‌ نوم د خوندي توب په موخه کړی وو؛ خو له بده مرغه دواړه ټیسټونه هغه مهال مثبت راوتلي وو.‌
اوس منظور پښتون قام او ولس ته په یوه غږیز پیغام کې خبر ورکړ چې وروستی ټیسټ یې منفي دی او کرونا ناروغي یې جوړه شوې ده
 


د مطلب کود: 211192

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211192/منظور-پښتون-له-کرونا-ناروغي-روغ-شو

آوا
  https://www.avapress.com