کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فېروزالدین فېروز یې لرې او پر ځای عثماني وګماره

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 جوزا 1399 ساعت 10:31

د عامې روغتیا وزارت لپاره نوي ګمارل شوي سرپرست وزیر جواد عثماني په رسمي توګه خپل دنده پیل کړه.


 

ښاغلي عثماني په داسې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر په توګه دنده پیل کړه، چې افغانستان له کرونا وباه لاس او ګرېوان دی.
په داسې حال کې چې د هرې ورځې په تېرېدو هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر او له امله یې د مړینې کچه پورته کېږي، افغان حکومت د عامې روغتیا وزارت پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز لرې او جواد عثماني یې د هغه ځان ناستی کړ.
پخوانی وزیر ښاغلی فېروزالدین فېروز له پنځو کلو راهیسې د عامې روغتیا وزیر په توګه پاتې شوی و، چې افغانستان د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم یې مسؤلیت ډېر او د خلکو پام ور زیاد شو.
افغان حکومت په داسې حال کې چې د ښاغلي فېروز له پنځه کلن ماموریت څخه ستاینه وکړه، جواد عثماني یې د هغه ځای ناستی اعلان کړ.
جواد عثماني نن ( پنجشنبه غبرګولي ۱۵ ) د خبري ناستې پر مهال وویل چې له خپلو همکارانو سره په ګډه به روغتیايي خدمتونه ګرندي کړي.


د مطلب کود: 211374

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211374/فېروزالدین-فېروز-یې-لرې-او-پر-ځای-عثماني-وګماره

آوا
  https://www.avapress.com