کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات حوزوي روغتون ۶۰ سلنه کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 جوزا 1399 ساعت 11:33

د هرات حوزوي روغتون مسئولان وایي، د دوی ۶۰ په ۱۰۰ کې کارکوونکي په 'کووېډ- ۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.


 

د روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي وایي، له همدې کبله دوی د روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخ شوي او که د کرونا پیښې زیاتې شي، روغتیایي خدمتونه به ټکني شي.

د هرات حوزوي روغتون شااوخوا زر تنه کارکوونکي لري.

د دغه روغتون د سوځېدنې څانګې ټول کارکوونکي کرونا نیولي، حال دا چې د مسؤلینو په خبره د انتاني څانګې سم نیمایي او د داخلې او جراحي څانګو ۳۰ سلنه پرسونل دا ویروس لري.

د هرات روغتیایي مسؤلان اوس لاس په کار شوي چې په رضاکاره ډول روغتیایي کارکوونکي وګماري.


د مطلب کود: 211381

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211381/د-هرات-حوزوي-روغتون-۶۰-سلنه-کارکوونکي-په-کرونا-ویروس-اخته-شوي

آوا
  https://www.avapress.com