د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په افغانستان کې د سولې د ټینګښت هڅو ته خوشبیني څرګنده کړې ده.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو سره مرسته کوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 جوزا 1399 ساعت 8:37
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په افغانستان کې د سولې د ټینګښت هڅو ته خوشبیني څرګنده کړې ده.
ګوترش د ملګرو ملتونو د مشورتي بورډ په غونډه کې چې پرون جمعه د انلاین تماس له لارې جوړه شوه ویلي دي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو سره مرسته کوي.
د دې بورډ غړې سیما سمر په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې د ملګرو ملتونو د ونډې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
سیما سمر چې د منځګړیتوب په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مشورتي بورډ غړې ده وايي چې پرون د غبرګولي ۱۶مه نېټه د دې بورډ په غونډه کې د افغانستان په اړه هم بحث وشو.
مېرمن سمر تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په دې انلاین غونډه کې یې له سرمنشي انتونیو ګوترش څخه په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې د ملګرو ملتونو د ونډې د پراخېدو غوښتنه وکړه. نوموړې وايي ښاغلي ګوترش دې ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سولې په هڅو کې به همکاري وکړي.
مېرمن سمر زیاتوي: "له سرمنشي څخه مې هیله وکړه چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د سولې په مسئله کې نور فعال عمل وکړي، له طالبانو سره د خبرو په جریان کې باید د ښځو پر حقونو او پر بشري حقونو معامله ونهشي. د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې خوشبین دی، په تېره اوس چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر چټک شوی دا سازمان چمتو دی چې په دې برخه کې مرسته وکړي."
د مطلب کود: 211451