دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 211451
ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو سره مرسته کوي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په افغانستان کې د سولې د ټینګښت هڅو ته خوشبیني څرګنده کړې ده.
ګوترش د ملګرو ملتونو د مشورتي بورډ په غونډه کې چې پرون جمعه د انلاین تماس له لارې جوړه شوه ویلي دي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو سره مرسته کوي.

د دې بورډ غړې سیما سمر په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې د ملګرو ملتونو د ونډې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
سیما سمر چې د منځګړیتوب په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مشورتي بورډ غړې ده وايي چې پرون د غبرګولي ۱۶مه نېټه د دې بورډ په غونډه کې د افغانستان په اړه هم بحث وشو.
مېرمن سمر تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په دې انلاین غونډه کې یې له سرمنشي انتونیو ګوترش څخه په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې د ملګرو ملتونو د ونډې د پراخېدو غوښتنه وکړه. نوموړې وايي ښاغلي ګوترش دې ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سولې په هڅو کې به همکاري وکړي.
مېرمن سمر زیاتوي: "له سرمنشي څخه مې هیله وکړه چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د سولې په مسئله کې نور فعال عمل وکړي، له طالبانو سره د خبرو په جریان کې باید د ښځو پر حقونو او پر بشري حقونو معامله ونه‌شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې خوشبین دی، په تېره اوس چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر چټک شوی دا سازمان چمتو دی چې په دې برخه کې مرسته وکړي."
سیما سمر
سیما سمر
د منځګړیتوب په چارو کې د سرمنشي مشورتي بورډ ۱۸ غړي لري. سیما سمر چې مخکې له دې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره وه او اوس‌مهال د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره ده، په ۲۰۱۹ کال کې د دې بورډ د غړې په توګه ومنل شوه.
نوموړې وايي چې ملګري ملتونه کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې اساسي رول ولوبوي.
دا وايي: "زه فکر کوم ملګري ملتونه لاهم د افغانستان په خلکو کې یو اعتبار لري. یعنې دا سازمان چې په افغانستان کې د بشري حقونو وارث بلل کېږي کولای شي ډېر اساسي او مهم رول ولوبوي."
ګوترش د اپرېل په ۳۰مه نېټه ویلي و چې ملګرو ملتونو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره هڅې پیل کړې دي او له هغه هم مخکې د مارچ په ۲۳مه نېټه‌یې د افغانستان په ګډون په ټولو جګړه‌ځپلو هېوادونو کې د اوربند غوښتنه کړې وه.
انتونیو ګوترش
انتونیو ګوترش
ښاغلي ګوترش په اپرېل میاشت کې وویل چې د نړۍ ۱۶ غیر حکومتي وسله‌والو ډلو د اوربند لپاره د ده غوښتنه منلې ده، خو د طالبانو نوم په دې لېست کې نه‌و.
طالبانو تقریباً دوه اوونۍ مخکې د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ او له دې سره ولسمشر اشرف غني هم سمدستي د افغانستان امنیتي دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې اوربند رعایت کړي.
د دې اوربند د مودې له پای ته رسېدو سره سره طالبانو د خپلو حملو د بیا پیل په اړه په رسمي ډول څخه نه‌دي ویلي، خو د دوی جنګیالیو په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې پر افغان ځواکونو حملې کړې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjive8vuqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته