کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله: د اسلامي همکاریو سازمان د سولې پروسه کې د مرستې ډاډ راکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 جوزا 1399 ساعت 10:22

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي د اسلامي همکاریو سازمان ورسره د سولې په پروسه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی.


د ښاغلي عبدالله په حواله د ملي مصالحې عالي شورا په فېس‌بوک پاڼه کې راغلي چې عبدالله عبدالله پرون یکشنبه په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر حسین اوني بوتسالي سره وکتل.
په بیان کې د اسلامي همکاریو سازمان د سفیر په حواله لیکل شوي چې د ملي مصالحې عالي شورا له جوړېدو هرکلی کوي او چمتو دی چې د افغانستان د سولې او ثبات د ټينګښت په پروسه کې همکاري وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان تر دې مخکې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د اسلامي نړۍ لوی کنفرانسونه جوړ کړي چې په‌کې یې د افغانانو د سولې او امن د غږ داعیه په حق بللې او خپل ملاتړ یې ترې څرګند کړی.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د افغان سولې د ټينګښت لپاره سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع او د دې چارې د بریالیتوب لپاره د اسلامي همکاریو سازمان رول اساسي بللی دی.


د مطلب کود: 211609

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211609/عبدالله-د-اسلامي-همکاریو-سازمان-سولې-پروسه-کې-مرستې-ډاډ-راکړ

آوا
  https://www.avapress.com