دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 211609
عبدالله: د اسلامي همکاریو سازمان د سولې پروسه کې د مرستې ډاډ راکړ
د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي د اسلامي همکاریو سازمان ورسره د سولې په پروسه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی.
د ښاغلي عبدالله په حواله د ملي مصالحې عالي شورا په فېس‌بوک پاڼه کې راغلي چې عبدالله عبدالله پرون یکشنبه په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر حسین اوني بوتسالي سره وکتل.
په بیان کې د اسلامي همکاریو سازمان د سفیر په حواله لیکل شوي چې د ملي مصالحې عالي شورا له جوړېدو هرکلی کوي او چمتو دی چې د افغانستان د سولې او ثبات د ټينګښت په پروسه کې همکاري وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان تر دې مخکې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د اسلامي نړۍ لوی کنفرانسونه جوړ کړي چې په‌کې یې د افغانانو د سولې او امن د غږ داعیه په حق بللې او خپل ملاتړ یې ترې څرګند کړی.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د افغان سولې د ټينګښت لپاره سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع او د دې چارې د بریالیتوب لپاره د اسلامي همکاریو سازمان رول اساسي بللی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7z8wojh8zpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته