کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جواد عثماني: له لابراتوار پرته دې د کورونا ویروس تشخیص پیل شي

22 جوزا 1399 ساعت 19:31

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وایي، اوسمهال د افغانستان ټول روغتیایي سیسټم کورونا ویروس اغېزمن کړی او په هېواد کې شته روغتیایي امکانات او روغتونونه د ناروغانو اړتیاوې نه شي پوره کولی.


نوموړي د پنجشنبې په ورځ د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، تر اوسه د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه د روغتیا وزارت یوه کوچنۍ برخه وه، خو په خبره یې چې تر دې وروسته به ټول روغتیایي سیسټم د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته ځانګړی شي.
هغه ټولو روغتیایي بنسټونو، روغتونونو او کلینکونو ته امر وکړ چې د کورونا ویروس تشخیص دې د دې ناروغۍ د نښو په درلودو سره ترسره شي، څو پر کورونا د اخته کسانو رښتینی شمېر معلوم او پر وخت یې درملنه وشي.
عثماني پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې د لابراتواري ټېسټ په مرسته د ټولو وګړو تشخیص ناشونی دی او دا چاره میلیاردونو ډالرو ته اړتیا لري، چې د افغان حکومت له وسه وتلې خبره ده.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۲۲ زره اوښتی او تر ۴۰۰ سوه ډېر کسان ترې مړه شوي دي.
 


د مطلب کود: 211897

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211897/جواد-عثماني-له-لابراتوار-پرته-دې-د-کورونا-ویروس-تشخیص-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com