نوموړي د پنجشنبې په ورځ د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، تر اوسه د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه د روغتیا وزارت یوه کوچنۍ برخه وه، خو په خبره یې چې تر دې وروسته به ټول روغتیایي سیسټم د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته ځانګړی شي.
هغه ټولو روغتیایي بنسټونو، روغتونونو او کلینکونو ته امر وکړ چې د کورونا ویروس تشخیص دې د دې ناروغۍ د نښو په درلودو سره ترسره شي، څو پر کورونا د اخته کسانو رښتینی شمېر معلوم او پر وخت یې درملنه وشي.
عثماني پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې د لابراتواري ټېسټ په مرسته د ټولو وګړو تشخیص ناشونی دی او دا چاره میلیاردونو ډالرو ته اړتیا لري، چې د افغان حکومت له وسه وتلې خبره ده.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۲۲ زره اوښتی او تر ۴۰۰ سوه ډېر کسان ترې مړه شوي دي.