کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

‘’په کابل کې د یوې میاشتې وړاندې پرتله د کورونا وبا مړینې څلور برابره ډېرې دي‘’

25 جوزا 1399 ساعت 8:33

په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د کورونا وېروس ۵۵۶ نوې مثبتې پيېښې ثبت شوي.
له دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر، له ۲۴ زرو اوښتي دي.
تر اوسه وېروس لږ تر لږه ۴۵۱ افغانان وژلي.
بېرته د روغو شویو خلکو شمېر، څه باندې ۴۲۰۰ دی.



په عین وخت کې، بي بي سي موندلې چې یوازې په کابل کې د یوې نیمې میاشتې مخکې پرتله مړینې څلور بربره زیاتې شوې دي.
‎ د کابل ښار د یو شمېر جوماتونو د ملاامامانو سره د پرلپسې اړیکو په ترڅ کې لاس ته ورغلي.
‎‎عامې روغتیا وزارت هم د مړینو د زیاتوالي خبره مني خو وایې دوی یوازې هغه شمېرې تاییدوي چې هره ورځ یې دغه وزارت خپروي. ‎


د مطلب کود: 212010

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212010/په-کابل-کې-د-یوې-میاشتې-وړاندې-پرتله-کورونا-وبا-مړینې-څلور-برابره-ډېرې-دي

آوا
  https://www.avapress.com