کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه د کرونا ناروغۍ پر خلاف د افغانستان د علماوو له هڅو ملاتړ کوي

25 جوزا 1399 ساعت 10:03


په هغه خبر پاڼه کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندویه استازولۍ (UNAMA) لخوا خپره شوې ده ویل شوي چې ملګري ملتونه له خپلو همکارانو سره یوځای، په افغانستان کې د مذهبي مشرانو له هغو هڅو ملاتړ کوي، چې د کویډ۱۹ ناروغۍ څخه د ځانونو د خوندي کولو په اړه خلکو ته د دقیقو معلوماتو د وړاندې کولو لپاره ترسره کوي.
خبر پاڼه زیاتوي چې څه باندې ۴۰۰ دیني عالمانو له حکومت او مرستندویه ادارو سره د هغو پیغامونو د ورکولو په برخه کې کار کړی دی، چې څرنګه ځانونه د کرونا له وبايي ناروغۍ څخه خوندي کولی شي، ملګري ملتونه هیله کوي تر څو خلک هم په خپلو منځونو کې په دې اړه یو له بل سره مرسته وکړي.


د مطلب کود: 212017

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212017/ملګري-ملتونه-د-کرونا-ناروغۍ-پر-خلاف-افغانستان-علماوو-له-هڅو-ملاتړ-کوي

آوا
  https://www.avapress.com