د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه، یو شمېر رسنۍ او د دوی ملاتړي بنسټونه وایي، د حکومت له خوا د رسنیو د قانون نوې طرحه د اساسي قانون له اوومې، ۳۴مې، ۱۲۰مې او ۱۲۲مې مادې سره په ټکر ده.
نجیب شریفي: حکومت دې ژر تر ژره د رسنیو د قانون نوې طرحه ودروي
26 جوزا 1399 ساعت 17:20
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه، یو شمېر رسنۍ او د دوی ملاتړي بنسټونه وایي، د حکومت له خوا د رسنیو د قانون نوې طرحه د اساسي قانون له اوومې، ۳۴مې، ۱۲۰مې او ۱۲۲مې مادې سره په ټکر ده.
د دې کمېټې مشر نجیب شریفي د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، په دې طرحه کې د څارونکو بنسټونو خپلواکي محدوده شوې، تر خپرېدو وړاندې او وروسته پر خپرېدونکو توکو سانسور لګول شوی او پر رسنیو ورته نور محدودیتونه وضع شوي دي.
هغه د رسنیو په استازیتوب له جمهور رییس محمد اشرف غني څخه په یو پرانیستي لیک کې غوښتنه وکړه چې دا طرحه ژر تر ژره ودروي، ګنې افغانستان به د رسنیو په برخه کې ستر لاسته راوړنه له لاسه ورکړي.
رسنۍ دغه غبرګون پر داسې مهال څرګندوي چې د حکومت له خوا د رسنیو د قانون نوې طرحه چمتو شوې او ټاکل شوې چې مشرانو جرګې ته د تصویب لپاره ولېږل شي.
خو رسنۍ، د رسنیو ملاتړي بنسټونه او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه څرګندوي چې یاده طرحه د رسنیو ازادۍ ته زیان رسوي.
د مطلب کود: 212178