کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اتمر،خليلزاد اوکابلوف نن ماښام پر افغان سوله خبري کوي

26 جوزا 1399 ساعت 17:23

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چي نن ماښام پر افغان سولې د بحث لپاره د افغان، امریکايي او روسيې چارواکو تر منځ د ویډیو کنفرانس له لارې درې اړخیزه غونډه جوړېږي.
ټاکل سوې چي په دې غونډه کي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر، د افغان سولې په چارو کي د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون ولري.



د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر د دوشنبې په ورځ د غبرګولي ۲۶) ,وویل چې په دې درې اړخیزه غونډه کي به په افغانستان کي د تاوتریخوالي پر کمولو، د بندیانو خوشې کولو، بین‌الافغاني مذاکراتو او دایمي او هراړخیز اوربند باندې خبرې وسي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چي په دې غونډه کي به درې‌واړه خواوې د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځته کولو هم بحث وکړي.
د افغان سولې په تړاو دا درې اړخیزه غونډه په داسې حال کي جوړېږي چي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره چمتووالی نیول کېږي.
 


د مطلب کود: 212181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212181/اتمر-خليلزاد-اوکابلوف-نن-ماښام-پر-افغان-سوله-خبري-کوي

آوا
  https://www.avapress.com