دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 212181
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چي نن ماښام پر افغان سولې د بحث لپاره د افغان، امریکايي او روسيې چارواکو تر منځ د ویډیو کنفرانس له لارې درې اړخیزه غونډه جوړېږي. ټاکل سوې چي په دې غونډه کي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر، د افغان سولې په چارو کي د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر د دوشنبې په ورځ د غبرګولي ۲۶) ,وویل چې په دې درې اړخیزه غونډه کي به په افغانستان کي د تاوتریخوالي پر کمولو، د بندیانو خوشې کولو، بین‌الافغاني مذاکراتو او دایمي او هراړخیز اوربند باندې خبرې وسي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چي په دې غونډه کي به درې‌واړه خواوې د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځته کولو هم بحث وکړي.
د افغان سولې په تړاو دا درې اړخیزه غونډه په داسې حال کي جوړېږي چي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره چمتووالی نیول کېږي.
 
https://avapress.com/vdcaaunu649n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته