کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمېدو د ناټو ټینګار

27 جوزا 1399 ساعت 9:12

د ناټو ملکي استازي په یوه ویډیو کنفرانس کې له طالبانو وغوښتل چې، د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي او د ټولو افغانانو په ګټه دې د سولې لپاره بین الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي.



سټیفانو پونتې کوروو دا خبره پرون د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره د خبرو پر مهال کړې ده او نوموړي همدارنګه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې، دا ډېره مهمه ده چې بین الافغاني خبرو لپاره هڅې ګړندۍ شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپلې یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو خواوو د سولې په پروسه کې د پرمختګ، د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د سولې له بهیر سره د ناټو د ملاتړ، د تاوتریخوالي د کموالي، طالب بندیانو د خوشې کېدو او د بین الافغاني خبرو د پیل په برخه کې هر اړخیزې خبرې وکړې.
 


د مطلب کود: 212197

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212197/افغانستان-کې-د-تاوتریخوالي-په-کمېدو-ناټو-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.com