دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 212197
افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمېدو د ناټو ټینګار
د ناټو ملکي استازي په یوه ویډیو کنفرانس کې له طالبانو وغوښتل چې، د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي او د ټولو افغانانو په ګټه دې د سولې لپاره بین الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي.

سټیفانو پونتې کوروو دا خبره پرون د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره د خبرو پر مهال کړې ده او نوموړي همدارنګه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې، دا ډېره مهمه ده چې بین الافغاني خبرو لپاره هڅې ګړندۍ شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپلې یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو خواوو د سولې په پروسه کې د پرمختګ، د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د سولې له بهیر سره د ناټو د ملاتړ، د تاوتریخوالي د کموالي، طالب بندیانو د خوشې کېدو او د بین الافغاني خبرو د پیل په برخه کې هر اړخیزې خبرې وکړې.
 
https://avapress.com/vdchwiniq23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته