کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان، روسیې او امریکا د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي

27 جوزا 1399 ساعت 11:04

تېر ماښام د افغان سولې په اړه د روسیې، امریکې او افغان حکومت تر منځ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه چې په دې ناسته کې درې واړو خواوو د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار وکړ.



په دغه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد ګډون درلود.
دوی په خپلو خبرو کې د بندیانو د تبادلې څخه هرکلی کړی او د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې یې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.
دوی داسې مهال پر بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو ټینګار کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې افغان حکومت درې زره طالب بندیان خوشې کړي دي او جمهور رییس محمد اشرف غني د دوه زره نورو طالب بندیانو خوشې کېدو هم ویلي دي.
طالبانو ویلي هر کله چې د دوی پنځه زره طالب بندیان خوشې شي نو په یوه اونۍ کې به له بین الافغاني خبرو ته چمتو شي.
 


د مطلب کود: 212217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212217/افغانستان-روسیې-او-امریکا-د-افغان-سولې-په-اړه-خبرې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com