دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 212217
تېر ماښام د افغان سولې په اړه د روسیې، امریکې او افغان حکومت تر منځ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه چې په دې ناسته کې درې واړو خواوو د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار وکړ.

په دغه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد ګډون درلود.
دوی په خپلو خبرو کې د بندیانو د تبادلې څخه هرکلی کړی او د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې یې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.
دوی داسې مهال پر بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو ټینګار کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې افغان حکومت درې زره طالب بندیان خوشې کړي دي او جمهور رییس محمد اشرف غني د دوه زره نورو طالب بندیانو خوشې کېدو هم ویلي دي.
طالبانو ویلي هر کله چې د دوی پنځه زره طالب بندیان خوشې شي نو په یوه اونۍ کې به له بین الافغاني خبرو ته چمتو شي.
 
https://avapress.com/vdca6unu049n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته