کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان لومړنی مخترع صدیق وردک د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ

27 جوزا 1399 ساعت 14:39

غلام صدیق وردک چې مشهور په صدیق محترع و، د دوشنبې ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۸۰ کلونو په عمر وفات شو.
کورنۍ یې وایي، مخترع له حکومته ګیلمن و او وایي چې هېڅ یې ملاتړ ونه کړ او د نومړي اختراعاووته یې ارزښت ورنه کړ.
د معلوماتو له مخې صدیق مخترع تر دا مهاله ۳۴۴اختراعوې رامنځته کړې وې.
صدیق وردک د لمر په انرژۍ د چلیدونکي موټر، په اوبو او وچه کې د چلېدونکي موټر، بې تېلو واټرپمپ، د سېل مخکې تر مخکې خبرداري ورکوونکې الې، د داسې زانګو چې که ماشوم ویده وي نو نه خوځي او یو شمېر نورو شیانو د اختراع ادعا لرله.




ده ویل چې په امریکا کې د بې چلوونکي موټر تر جوړېدړو وړاندې یې داسې موټر جوړ کړی و.
صدیق وردک په ۱۳۱۹ لمریز کال د وردک ولایت د سیداباد ولسوالي د تنګي درې په امیرکلا کې زېږېدلی و.
 


د مطلب کود: 212246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212246/د-افغانستان-لومړنی-مخترع-صدیق-وردک-ورپېښې-ناروغۍ-له-کبله-ومړ

آوا
  https://www.avapress.com