غلام صدیق وردک چې مشهور په صدیق محترع و، د دوشنبې ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۸۰ کلونو په عمر وفات شو.
کورنۍ یې وایي، مخترع له حکومته ګیلمن و او وایي چې هېڅ یې ملاتړ ونه کړ او د نومړي اختراعاووته یې ارزښت ورنه کړ.
د معلوماتو له مخې صدیق مخترع تر دا مهاله ۳۴۴اختراعوې رامنځته کړې وې.
صدیق وردک د لمر په انرژۍ د چلیدونکي موټر، په اوبو او وچه کې د چلېدونکي موټر، بې تېلو واټرپمپ، د سېل مخکې تر مخکې خبرداري ورکوونکې الې، د داسې زانګو چې که ماشوم ویده وي نو نه خوځي او یو شمېر نورو شیانو د اختراع ادعا لرله.