کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت د تېلو له درکه ۶۷۵میلیونه افغانۍ سپما کړِي دي

28 جوزا 1399 ساعت 10:56

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د تېلو په مصرف کې ۱۵میلیونه لېتر تېل کم کړي دي او له کبله یې د میلینونو افغانیو سپما کړې ده.



د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې وزارت کې د اصلاحاتو پر مټ یې میلیونونه افغانۍ سمپا کړې ده.
ددغه وزارت وزیر مسعود اندرابي وایي، چې په ځینو برخو کې د یو شمېر سیستمونو په رامنځته کولو سره په دې برخه کې د زیاتو لګښتونو مخنیوی کړی دی.
دده په خبره په موټرونو کې د جي پي ایس او جنراتورونو کې ځانګړي سیستمونه نصب کړي چې پر مټ یې د تېلو په مصرف کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د وزارت مامورین اوس بې وخته او غیر رسمي مواردو کې له دولتې موټرونو استفاده نه شي کولای او همدې ته ورته د پولیسو په ادارو کې ورته اقدام شوي چې له کبله یې میلیونونه افغانۍ سمپا شوي دي.
دده د معلوماتو له مخې اوس د تېلو په مصرف کې ۱۵لېتره کموالی راغلی او په اساس یې ۶۷۵میلیونه افغانۍ سپمولي دي.
 


د مطلب کود: 212296

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212296/کورنیو-چارو-وزارت-د-تېلو-له-درکه-۶۷۵میلیونه-افغانۍ-سپما-کړ-ي-دي

آوا
  https://www.avapress.com