د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې وزارت کې د اصلاحاتو پر مټ یې میلیونونه افغانۍ سمپا کړې ده.
ددغه وزارت وزیر مسعود اندرابي وایي، چې په ځینو برخو کې د یو شمېر سیستمونو په رامنځته کولو سره په دې برخه کې د زیاتو لګښتونو مخنیوی کړی دی.
دده په خبره په موټرونو کې د جي پي ایس او جنراتورونو کې ځانګړي سیستمونه نصب کړي چې پر مټ یې د تېلو په مصرف کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د وزارت مامورین اوس بې وخته او غیر رسمي مواردو کې له دولتې موټرونو استفاده نه شي کولای او همدې ته ورته د پولیسو په ادارو کې ورته اقدام شوي چې له کبله یې میلیونونه افغانۍ سمپا شوي دي.
دده د معلوماتو له مخې اوس د تېلو په مصرف کې ۱۵لېتره کموالی راغلی او په اساس یې ۶۷۵میلیونه افغانۍ سپمولي دي.