کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غور: له ۶۷ زره جريبو څخه زيات څړځايونه سروې او ثبت شوي

31 جوزا 1399 ساعت 12:30



غور ولايت کې له ۶۷ زره جريبو څخه زيات څړځايونه سروې او ثبت شوي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځايونو د سروې، نښې او ثبت پروژې له لارې په غور ولايت کې ۶۷۲۹۱ جريبه د څړځايونو ځمکه ثبت کړه.

یاد وزارت ویلي؛ دا څړځايونه په ۱۰ قطعو کې د غور ولايت په مرکز او ولسواليو کې موقعيت لري.

د ځمکوالۍ چارو د تنظيم قانون د ۱۴ مادې له‌مخې له څړځايونو څخه د موثرې استفادې لپاره د هغوی تثبيت او ثبت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مسووليت دی.
 


د مطلب کود: 212511

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212511/غور-له-۶۷-زره-جريبو-څخه-زيات-څړځايونه-سروې-او-ثبت-شوي

آوا
  https://www.avapress.com