کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نورستان والی له یوه وسله وال برید څخه روغ وتی

1 سرطان 1399 ساعت 11:05

نن سهار شاوخوا ۷بجې د نور ستان والي د کابل سروبي ولسوالۍ اړوند د ماڼو کلي ته نږدې له یوه وسله وال برید سره مخ شو چې په برید د نوموړي دوه ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایي، په برید کې د هارون په نوم یو ساتونکی وژل شوی، یو ټپي شوی او نور چاته زیان نه دی اووښتی. تر اوسه کومې وسله والې د دې بريد مسئوليت په غاړه نه دى اخیستى.



د مطلب کود: 212577

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212577/د-نورستان-والی-له-یوه-وسله-وال-برید-څخه-روغ-وتی

آوا
  https://www.avapress.com