نن سهار شاوخوا ۷بجې د نور ستان والي د کابل سروبي ولسوالۍ اړوند د ماڼو کلي ته نږدې له یوه وسله وال برید سره مخ شو چې په برید د نوموړي دوه ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایي، په برید کې د هارون په نوم یو ساتونکی وژل شوی، یو ټپي شوی او نور چاته زیان نه دی اووښتی. تر اوسه کومې وسله والې د دې بريد مسئوليت په غاړه نه دى اخیستى.