کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیتي چارواکي: د بلخ په چاربولک کې ۲ طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 سرطان 1399 ساعت 15:19

شاهین قول اردود بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې د ۲ طالبانو د وژل کېدو او ۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.


۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې چې نن سهار خپور شو وايي چې د وسله‌والو طالبانو یوې لویې ډلې تېره شپه ناوخته د چاربولک ولسوالۍ د بر تیمورک سیمې پر پوستې حمله وکړه خو افغان ځواکونو شنډه کړه.
په بیان کې یادونه شوې چې په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتی.


د مطلب کود: 212609

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212609/امنیتي-چارواکي-د-بلخ-په-چاربولک-کې-۲-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com