کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه: د امریکا پوځي پلانونو ته اندیښمن یوو

2 سرطان 1399 ساعت 8:16

روسیې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي پروګرامونو په اړه اندیښنه ښودلې.
دا اندیښنه په واشنګټن کې د روسیې سفیر څرګنده کړې ده.
سفیر آناتولی آنتونوف ْپه یوه تازه مرکه کې ویلي، چې امریکا ظاهرآ د پوځي لګښتونو د کمولو او دې کار ته د نورو د هڅولو خبرې کوي.
خو د ده په وینا، عمل کې دغه هېواد د اندیښنې وړ کارونه کوي.
روسي سفیر د چین د پوخي پلانونو په اړه ویلي، چې د مخنیوي لپاره یې له امریکایي فشارونو سره ملتیا نه کوي.
امریکا د روسي سفیر خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.



د مطلب کود: 212636

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212636/روسیه-د-امریکا-پوځي-پلانونو-ته-اندیښمن-یوو

آوا
  https://www.avapress.com