دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۶
د مطلب کود : 212636
روسیه: د امریکا پوځي پلانونو ته اندیښمن یوو
روسیې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي پروګرامونو په اړه اندیښنه ښودلې. دا اندیښنه په واشنګټن کې د روسیې سفیر څرګنده کړې ده. سفیر آناتولی آنتونوف ْپه یوه تازه مرکه کې ویلي، چې امریکا ظاهرآ د پوځي لګښتونو د کمولو او دې کار ته د نورو د هڅولو خبرې کوي. خو د ده په وینا، عمل کې دغه هېواد د اندیښنې وړ کارونه کوي. روسي سفیر د چین د پوخي پلانونو په اړه ویلي، چې د مخنیوي لپاره یې له امریکایي فشارونو سره ملتیا نه کوي. امریکا د روسي سفیر خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
https://avapress.com/vdcfm0d0vw6dyva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته