کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو استازې په قطر کې له طالبانو سره پر سوله غږېدلې

2 سرطان 1399 ساعت 10:08


د سهیل شاهین په خبره، دواړو لورو په یاده ناسته کې د پاتې بندیانو پر خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په تړاو خبرې وکړې.
ملګرو ملتونو هم د طالبانو او مېرمن لاینز لیدنه تایید کړې ده. د یوناما پر رسمي ټویټرپاڼه لیکل شوي، مېرمن لاینز له ملا عبدالغني برادر سره په یاده ناسته کې په افغانستان کې د سولې پر اړتیا خبرې کړې دي.
د یادولو وړ ده چې دا د یونما د مشرې په توګه د دیبورا لاینز تر ټاکل کېدو وروسته لومړی ځل دی چې هغه له طالبانو سره پر افغان سوله مخامخ خبرې کوي.
دواړه لوري پر داسې مهال په هېواد کې د سولې پر اړتیا غږېږي، چې ټاکل شوې ډېر ژر بین الافغاني خبرې پیل شي. افغان حکومت وایي، دوی پلاوی ټاکلی او د بندیانو تر خوشي کېدو وروسته به له طالبانو سره د مخامخ خبرو بهیر پیل کړي.


د مطلب کود: 212650

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212650/د-ملګرو-ملتونو-استازې-په-قطر-کې-له-طالبانو-سره-پر-سوله-غږېدلې

آوا
  https://www.avapress.com