کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دایکندي والي: د طالبانو له خوا ۵۵ یرغمل شوي مسافر ازاد شول

2 سرطان 1399 ساعت 10:12

د دایکندي ځايي چارواکي وايي ټول هغه مسافر چې څو ورځې مخکې د کندهار - دایکندي په لار کې یرغمل شوي وو، نن ازاد شول او د دایکندي کجران ولسوالۍ ته خپلو کورونو ته ستانه شول.
د دایکندي د والي ضیا همدرد په وینا دغه ۵۵ تنه مسافر د ارزګان او دایکندي په منځنۍ برخه کې طالبانو له ځان سره بیولي وو.


ښاغلي همدرد په دې اړه زیاته کړه:«په دې وروستیو په پرله پسې توګه هڅې وشوې - هغه هم د سیمې د سپین ږیرو، متنفذانو او د دایکندي د ځايي ادارې له خوا - چې له نېکه مرغه نن موږ د ۵۵ تنو د ازادېدو شاهد یوو.»
د ځايي چارواکو په وینا شاوخوا نیمایي دا مسافر ښځې او ماشومان وو.
 دغه چارواکي طالبان د دې یرغمل نېونې عامل بولي او وایي چې دې ډلې په دې کار سره د چهارچینو ولسوالۍ له گوهرنگین کلي نه د یوه تښتېدلي هلک او نجلۍ د ورسپارل کېدو غوښتنه کوله او ویل یې چې دغه هلک او نجلۍ د دایکندي په کجران ولسوالۍ کې لیدل شوي دي.
خو طالبان د دغو ۵۵ تنو په یرغمل نیولو کې هر دول لاس لرل رد کړي دي.
 


د مطلب کود: 212652

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212652/د-دایکندي-والي-طالبانو-له-خوا-۵۵-یرغمل-شوي-مسافر-ازاد-شول

آوا
  https://www.avapress.com