دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 212652
د دایکندي ځايي چارواکي وايي ټول هغه مسافر چې څو ورځې مخکې د کندهار - دایکندي په لار کې یرغمل شوي وو، نن ازاد شول او د دایکندي کجران ولسوالۍ ته خپلو کورونو ته ستانه شول. د دایکندي د والي ضیا همدرد په وینا دغه ۵۵ تنه مسافر د ارزګان او دایکندي په منځنۍ برخه کې طالبانو له ځان سره بیولي وو.
ښاغلي همدرد په دې اړه زیاته کړه:«په دې وروستیو په پرله پسې توګه هڅې وشوې - هغه هم د سیمې د سپین ږیرو، متنفذانو او د دایکندي د ځايي ادارې له خوا - چې له نېکه مرغه نن موږ د ۵۵ تنو د ازادېدو شاهد یوو.»
د ځايي چارواکو په وینا شاوخوا نیمایي دا مسافر ښځې او ماشومان وو.
 دغه چارواکي طالبان د دې یرغمل نېونې عامل بولي او وایي چې دې ډلې په دې کار سره د چهارچینو ولسوالۍ له گوهرنگین کلي نه د یوه تښتېدلي هلک او نجلۍ د ورسپارل کېدو غوښتنه کوله او ویل یې چې دغه هلک او نجلۍ د دایکندي په کجران ولسوالۍ کې لیدل شوي دي.
خو طالبان د دغو ۵۵ تنو په یرغمل نیولو کې هر دول لاس لرل رد کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcdkx0xxyt0f96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته