کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنځو ولایتنو کې ۱۳ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو ونیول شول

2 سرطان 1399 ساعت 11:42

د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۳ تنه د قتل، وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو لېږدونې په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت وایي، د فراه، جوزجان، فاریاب، خوست او تخار ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه د قتل، وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تور نیولي دي.



زمونژ خبریال وايي، د یادو کسانو له منځه په فراه ښار کې څلور تنه د وسایطو او عامه مالونو د غلا، د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې څلور تنه د هټیو د غلا، د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې دوه تنه د یوې کورنۍ د څو غړو د قتل، د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې هم دوه تنه د وسله والو غلاو او همدارنګه یو نامسووله وسله وال هم په تخار ولایت کې نیول شوي دي.


د مطلب کود: 212671

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212671/پنځو-ولایتنو-کې-۱۳-تنه-د-بیلابیلو-جرمونو-په-تړاو-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com