کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو ۲۴ساعتونو کې۳۶ افغانان له کرونا ناروغۍ څخه مړه شوي دي

5 سرطان 1399 ساعت 16:22

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۴۶۰تنه تازه په کرونا ناروغۍ څخه اخته شوي دي او په همدې موده کې یې د ۳۶افغانانو ژوند اخیستی دی.
په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۰ زره ۱۷۵ تنو ته ورسېد.




روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس۴۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۰زره او ۱۷۵تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس ناورغۍ ۳۶ ناروغان مړه شوي او ۳۰۵ تنه روغ شوي دي.
له دې سره هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۷۵ او د روغو شویو ۱۰۱۷۴ ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غواړي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.
 


د مطلب کود: 212964

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212964/په-تېرو-۲۴ساعتونو-کې۳۶-افغانان-له-کرونا-ناروغۍ-څخه-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com