کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر اشرف غني:

طالبان اړ دي چې سیاسي حل لار ته غاړه کېږدي

5 سرطان 1399 ساعت 16:24

جمهور رییس محمد اشرف غني په یوې مرکه کې ویلي، چې طالبان د ټولنې یوه برخه ده او دا ډله هم باید ومني چې د افغانانو له غوښتنیې پرته هېڅ نشي کولای او اړ دي چې سیاسي حل لارې ته غاړه کېږدي.



هېواد کې د تاوتریخوالي په کمېدو د جمهور رییس ټینګار
جمهور رییس همدارنګه وویل، سره له دې چې په هېواد کې شدیدې جګړې کمې شوي خو لاهم د طالبانو په بریدونو کې د افغان ځواکونو د مړینې کچه په منځني ډول ۳۰ تر ۳۵ او د زخمیانو شمېر بیا ۷۰ تنو ته رسېږي.
جمهور رئیس غني ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت ته په کتو د سولې خبرو لپاره خه زمینه برابره شوې ده.
جمهور رییس زیاته کړې ده چې د طالب بندیانو او حکومتي اسیرانو د خوشې کولو بهیر دوام لري او ژر به د سولې مخامخ خبرې پیل شي.
 


د مطلب کود: 212965

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212965/طالبان-اړ-دي-چې-سیاسي-حل-لار-ته-غاړه-کېږدي

آوا
  https://www.avapress.com