هېواد کې د تاوتریخوالي په کمېدو د جمهور رییس ټینګار
جمهور رییس همدارنګه وویل، سره له دې چې په هېواد کې شدیدې جګړې کمې شوي خو لاهم د طالبانو په بریدونو کې د افغان ځواکونو د مړینې کچه په منځني ډول ۳۰ تر ۳۵ او د زخمیانو شمېر بیا ۷۰ تنو ته رسېږي.
جمهور رئیس غني ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت ته په کتو د سولې خبرو لپاره خه زمینه برابره شوې ده.
جمهور رییس زیاته کړې ده چې د طالب بندیانو او حکومتي اسیرانو د خوشې کولو بهیر دوام لري او ژر به د سولې مخامخ خبرې پیل شي.