کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: حقاني شبکې تېر کال حملې زیاتې کړې وې

د صدای افغان خبری آژانس , 5 سرطان 1399 ساعت 18:33

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د حقاني شبکې تېر کال په افغانستان کې پر ولسي خلکو، د نړیوالې ټولنې د بېلابېلو ادارو پر کارکوونکو او دولتي چارواکو حملې زیاتې کړې وې.



په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت راپور پرون د جون په ۲۴مه، خپور شو.
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې د هماهنګۍ د ادارې مشر، نیتین سلیس پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: "زموږ موقف پټ نه‌دی، نه له تاسو او نه د امریکا له خلکو. له طالبانو موږ توقع لرو چې خپل تعهد پر ځای کړي او له القاعده او بلې هرې ترورېستی ډلې سره چې د امریکا ګټو ته تاوان پېښولائ شي، اړیکې وشلوي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې همداراز ویل شوي چې متحده ایالاتو له طالبانو سره د سولې موافقه کړې ترڅو هغوی په افغانستان کې له ترورېستي ډلو سره مبارزه وکړي.
امریکا او طالبانو د سولې موافقه د فبرورۍ په ۲۹مه اعلان کړه.
 


د مطلب کود: 212982

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212982/د-امریکا-بهرنیو-چارو-وزارت-حقاني-شبکې-تېر-کال-حملې-زیاتې-کړې-وې

آوا
  https://www.avapress.com