دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۳۳
د مطلب کود : 212982
د امریکا بهرنیو چارو وزارت: حقاني شبکې تېر کال حملې زیاتې کړې وې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د حقاني شبکې تېر کال په افغانستان کې پر ولسي خلکو، د نړیوالې ټولنې د بېلابېلو ادارو پر کارکوونکو او دولتي چارواکو حملې زیاتې کړې وې.

په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت راپور پرون د جون په ۲۴مه، خپور شو.
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې د هماهنګۍ د ادارې مشر، نیتین سلیس پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: "زموږ موقف پټ نه‌دی، نه له تاسو او نه د امریکا له خلکو. له طالبانو موږ توقع لرو چې خپل تعهد پر ځای کړي او له القاعده او بلې هرې ترورېستی ډلې سره چې د امریکا ګټو ته تاوان پېښولائ شي، اړیکې وشلوي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې همداراز ویل شوي چې متحده ایالاتو له طالبانو سره د سولې موافقه کړې ترڅو هغوی په افغانستان کې له ترورېستي ډلو سره مبارزه وکړي.
امریکا او طالبانو د سولې موافقه د فبرورۍ په ۲۹مه اعلان کړه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcjo8e88uqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته