کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سي پي ایل کې پنځه افغان لوبغاړي واخیستل شول

6 سرطان 1399 ساعت 14:29


د پنځو افغان لوبغاړو په ډله کې مجیب الرحمن ځدران، راشدخان، محمد نبي، قیس احمد او رحمن الله ګوربز شامل دي.
یاد اخیستل شوي افغان لوبغاړي به د سږ کال د سي پي ایل په سیالیو کې په مختلفو لوبډلو کې ولوبېږي.
افغان کرکټ بورډ په بهرنیو لیګونو کې د افغان لوبغاړو اخیستل او لوبېدل په نېک پال نیسي او وایي په دې سر د افغان لوبغاړو تجربه لا ډېرېږي. ټاکل شوې چې د ویسټ انډیز کورنۍ سیالۍ د روان میلادي کال په اګېسټ میاشت کې ترسره شي.
یاده دې وي چې د سي پي ایل تر څنګ په ای پي ایل، بېګ باش او د بنګله دېش په کورنیو سیالیو کې هم افغان لوبغاړي اخیستل کېږي، چې ښې لاسته راوړنې هم پکې لري.


د مطلب کود: 213015

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213015/په-سي-پي-ایل-کې-پنځه-افغان-لوبغاړي-واخیستل-شول

آوا
  https://www.avapress.com