دخپریدو نیټه :جمعه ۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 213015
د پنځو افغان لوبغاړو په ډله کې مجیب الرحمن ځدران، راشدخان، محمد نبي، قیس احمد او رحمن الله ګوربز شامل دي.
یاد اخیستل شوي افغان لوبغاړي به د سږ کال د سي پي ایل په سیالیو کې په مختلفو لوبډلو کې ولوبېږي.
افغان کرکټ بورډ په بهرنیو لیګونو کې د افغان لوبغاړو اخیستل او لوبېدل په نېک پال نیسي او وایي په دې سر د افغان لوبغاړو تجربه لا ډېرېږي. ټاکل شوې چې د ویسټ انډیز کورنۍ سیالۍ د روان میلادي کال په اګېسټ میاشت کې ترسره شي.
یاده دې وي چې د سي پي ایل تر څنګ په ای پي ایل، بېګ باش او د بنګله دېش په کورنیو سیالیو کې هم افغان لوبغاړي اخیستل کېږي، چې ښې لاسته راوړنې هم پکې لري.
https://avapress.com/vdchzxnim23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته