کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست: د فني او حرفوي زده کړو د مرکز ودانۍ به ژر د ګټې اخيستنې شي

7 سرطان 1399 ساعت 9:47

خوست والي د ګډوالو چارو ریاست او د فني او حرفي زده کړو د مرکز لپاره له جوړیدونکو ودانیو لیدنه وکړه.
خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي ددې لیدنې پر مهال د یادو دو ودانیو چې دا مهال یې نیږدې د جوړیدو چارې بشپړې شوي، ستونزې له نیږدې ولیدې چې یادې ستونزې به په کتبي توګه په افغانستان کې د ګډوالو له عالي کمېشنرۍ له دفتر سره شریکې شي.
یادې دواړه ودانۍ چې په افغانستان کې د ګډوالو عالي کمېشنرۍ لخوا په مالي لګښت جوړیږي، ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.



د مطلب کود: 213042

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213042/خوست-د-فني-او-حرفوي-زده-کړو-مرکز-ودانۍ-ژر-ګټې-اخيستنې-شي

آوا
  https://www.avapress.com