کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرونا سره مبارزه؛ اروپايي ټولنې غونډه وکړه

8 سرطان 1399 ساعت 13:06

وروسته له هغه چې د کرونا څپه يو ځل بيا ټوله نړۍ کې خپره شوه، اروپايي ټولنې يې په اړه ناسته وکړه.
په غونډه کې د کرونا لپاره د واکسين جوړول او د معايناتو او درملنې لپاره د شپږ ميليارده ډالرو په اندازه د مرستې خبرې شوي دي.
د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزلا ون دیر لین د پرونۍ نړيوالې سرمشریزې کوربنه وه، چې د نړۍ مشرانو او د موسیقۍ د برخې ځینو پېژندل شویو څېرو په کې په انلاین ډول برخه اخیستې وه.
د کمېسيون يوه وياند ويلي دي، تر دې مهاله د کرونا واکسين لپاره لس ميليارده يورو بسپنه راټوله شوې ده.



 


د مطلب کود: 213175

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213175/کرونا-سره-مبارزه-اروپايي-ټولنې-غونډه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com