کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سولې وزارت: د بين الافغاني خبرې به راتلونکي مياشت کې پيل شي

9 سرطان 1399 ساعت 8:26

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، ټاکل شوې ده چې طالبانو سره د افغان حکومت خبرې راتلونکي جولای مياشت کې پيل شي.
د ياد وزارت سلاکار عزيزالله فضلي ويلي دي، په دې اړه افغان حکومت خپل پوره چمتووالی نيولی دی.


نوموړي ويلي دي، راتلونکو دوو اوونيو کې به د سولې شورا د غړو شمېر هم بشپړ او نهايي شي.
ښاغلي فضلي همداراز وویل چې ژر به د بندیانو درېدلی بهیر پیل او نهايي شي.
د سولې لپاره چې تر بل هر وخت لار ليکه برابر شوې ده، خلک ورته ډېر هيله من دي، خو د تاوتريخوالي ډېرېدو د خلکو هيلې ټکنۍ کړي دي.
 


د مطلب کود: 213221

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213221/سولې-وزارت-د-بين-الافغاني-خبرې-راتلونکي-مياشت-کې-پيل-شي

آوا
  https://www.avapress.com