کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا خاص استازي زلمی خلیزاد خپلی نوی سفرونه شروع کړی دی

خلیلزاد دوحې تاشکند او اسلام اباد ته په سفر روان شو

9 سرطان 1399 ساعت 8:36

د افغان سولي لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د سولې د پرمختګ په هدف په سفر وتلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې خلیلزاد دوحې تاشکند او اسلام اباد ته په سفر روان شوی او ددې سفر په لړ کې د هغو ژمنو په اړه خبرې وکړي چې تر اوسه پورې عملي شوي نه دي په خاصه کې د بین الافغاني افغاني خبرو پیل، د تاوتریخوالي کموالی او پر ټاکلي وخت د بندیانو د خلاصون موضوع تر بحث لاندې ونیسي.



ددغه وزارت په خبر پاڼه کې راغلي دي چې خلیلزاد به لومړی دوحې ته ځي، له دې وروسته به اسلام اباد او بیا به د ازبګستان هېواد ته هم سفر وکړي.
د ازبکستان هېواد د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې او ویلي دي چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته حاضر دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې د بندیانو پر خلاصون ټینګار شوی او ویلي دي چې خلیلزاد به په دې موضوع له طالبانو سره خبرې ولري.
په دې ورستیو کې افغان حکومت ویلي چې د ۵ زره طالب بندیانو خلاصون ته چمتو دی؛ خو هغه طالب بندیان نه خوشې کوي چې په لویو بریدونو او چاودنو کې یې لاس لرلی وي.
حکومت ویلي چې د خطرناکو طالب بندیانو پر ځای به نور طالب بندیان خوشې کړي.
ځینو طالب سرچینو ویلي چې دا ډله به د څو سوه تنو په خاطر د سولې خبرې ونه ځنډوي.
تمه ده چې د جولای تر نیمايي پورې د سولې خبرې په قطر کې پیل شي.
له خلیلزاد سره په دې سفر کې د امریکا د نړیوالې پراختیا د مالي همکارۍ اجرايي رييس ادم بویهلر او یوه پلاوی ملګری دی.ټاکل شوې وه چې د مارچ په لسمه بین الافغاني خبرې پیل شي خو د اختلافاتو پر سر دا خبرې تراوسه نه دي شوي..
 


د مطلب کود: 213224

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213224/د-امریکا-خاص-استازي-زلمی-خلیزاد-خپلی-نوی-سفرونه-شروع-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com