د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د ۲۱۵ میوند قول اردو پلي جزوتامونو سنګین او واشیر ولسوالیو کې ۱۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
ملي اردو ځواکونو د سرک د چک و کنټرول پرمهال سنګین کې ۴ کړۍ او واشیر ولسوالۍ کې ۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي؛ ماینونه د وسله والو طالبانو لخوا په عامه لارو کې ځای پر ځای شوي ول.