کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر: پر امنیتي ځواکونو درې بريدګر وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی

9 سرطان 1399 ساعت 15:42

په لوګر کې ۳ تنه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شو او ۱ تن یې ژوندی ونیول شو چې د امنیتي ځواکونو په ګزمه یې برید وکړ.

د ملي دفاع وزارت له لوري ېوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي؛ تیره شپه وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د فضل اباد په سيمه کې د ملي امنيتي ځواکونو په ګرځنده ګزمه بريد وکړ.

سرچینه زیاتوي؛ دغه بريد د ملي امنیتي ځواکونو منسوبينو د سخت غبرګون سر مخ شو.

دې وزارت ويلي؛ د امنیتي ځواکونو په ځوابيوابې ډزو کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱ تن یې د یو میل سلاح سنیپر، یو پایه مخابرې، موټر سایکل او یو اندازه نظامي توکو سره ژوندی نیولی دی



د مطلب کود: 213296

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213296/لوګر-پر-امنیتي-ځواکونو-درې-بريدګر-وژل-شوي-او-یو-ژوندی-نیول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com