کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په یو شمېر ولایتونو کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

11 سرطان 1399 ساعت 8:48


 طالبانو په زابل، لوګر او غور ولایتونو کې د افغان امنیتي سرتیرو پر پوستونو بریدونه وکړل، چې د هغوی له سخت غبرګون سره مخ شول.
د طالبانو بریدونه په شاه وتمبول شول، د هغوی ۲۲ جنګیالي ووژل شول او ۱۵ نور یې ژوبل شول.
په ورته وخت کې دفاع وزارت وایي، د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه.
د یاد وزارت خبرپاڼه څرګندوي، په یادو بریدونو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.


د مطلب کود: 213410

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213410/په-یو-شمېر-ولایتونو-کې-۶۷-وسله-والو-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com