کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

'پر ملا برادر د پومپیو فشار': طالبان دې موافقه کې ټول شرایط پر ځای کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سرطان 1399 ساعت 9:52

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو پرون (د جون په ۳۰مه) پر ټویټر ولیکل چې د طالبانو له مشر مرکچي سره غږېدلی او پر هغه‌یې فشار راوستی چې پر امریکایانو د حملو د بندولو په ګډون ټول هغه شرایط چې له امریکا سره په موافقه کې یې منلي، پر ځای کړي.


د پومپیو له ټویټه څرګندېږي چې دا خبرې د دوشنبې په ورځ شوې دي.
مايک پومپیو په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.
په قطر کې د وسله‌والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ازادي راډیو ته وویل چې پومپیو له ملا عبدالغني برادر سره په وېډیو کنفرانس کې په افغانستان کې پر امنیت او په امریکا کې د بندي بشر نورزي پر برخلیک خبرې کړې دي.
شاهین پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي ویلي چې برادر د بشر نورزي او په ګوانتانامو کې د ټولو افغان بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
بشر نورزی په ۲۰۰۸ میلادي کال کې امریکا ته د مخدره موادو د قاچاق، له طالبانو او القاعده سره د ارتباط په جرم په عمري قید محکوم شوی دی.


د مطلب کود: 213415

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213415/پر-ملا-برادر-د-پومپیو-فشار-طالبان-دې-موافقه-کې-ټول-شرایط-ځای-کړي

آوا
  https://www.avapress.com