د پومپیو له ټویټه څرګندېږي چې دا خبرې د دوشنبې په ورځ شوې دي.
مايک پومپیو په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.
په قطر کې د وسلهوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ازادي راډیو ته وویل چې پومپیو له ملا عبدالغني برادر سره په وېډیو کنفرانس کې په افغانستان کې پر امنیت او په امریکا کې د بندي بشر نورزي پر برخلیک خبرې کړې دي.
شاهین پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي ویلي چې برادر د بشر نورزي او په ګوانتانامو کې د ټولو افغان بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
بشر نورزی په ۲۰۰۸ میلادي کال کې امریکا ته د مخدره موادو د قاچاق، له طالبانو او القاعده سره د ارتباط په جرم په عمري قید محکوم شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)