کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناټو استازی: د سولې هڅو کې د ټولو اړخونو ګډون پایه‌داره سوله راولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سرطان 1399 ساعت 9:38

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پونته کورفو ویلي چې د سولې لپاره په روانو هڅو کې باید د ښځو، د قومي او مذهبي لږکیو او د جګړې د قربانیانو غږ واورېدل شي.


هغه پرون (د جون په ۳۰مه) پر ټویټر ولیکل چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له پخوانۍ مشرې، سیما سمر سره‌یې په دې اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د ناټو ملکي استازي لیکلي چې د سولې لپاره په هڅو کې د ټولو اړخونو ګډون به پایه‌داره سوله راولي.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعانې او د مدني ټولنې یو شمېر فعالانې شکایت کوي چې د سولې لپاره په روانو هڅو کې د ښځو برخه کمزورې ده.
د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د مذاکرو په ۲۱ کسیز پلاوي کې ۵ ښځې شاملې کړې دي.

 
 


د مطلب کود: 213417

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213417/د-ناټو-استازی-سولې-هڅو-کې-ټولو-اړخونو-ګډون-پایه-داره-سوله-راولي

آوا
  https://www.avapress.com