دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 213417
د ناټو استازی: د سولې هڅو کې د ټولو اړخونو ګډون پایه‌داره سوله راولي
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پونته کورفو ویلي چې د سولې لپاره په روانو هڅو کې باید د ښځو، د قومي او مذهبي لږکیو او د جګړې د قربانیانو غږ واورېدل شي.
هغه پرون (د جون په ۳۰مه) پر ټویټر ولیکل چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له پخوانۍ مشرې، سیما سمر سره‌یې په دې اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د ناټو ملکي استازي لیکلي چې د سولې لپاره په هڅو کې د ټولو اړخونو ګډون به پایه‌داره سوله راولي.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعانې او د مدني ټولنې یو شمېر فعالانې شکایت کوي چې د سولې لپاره په روانو هڅو کې د ښځو برخه کمزورې ده.
د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د مذاکرو په ۲۱ کسیز پلاوي کې ۵ ښځې شاملې کړې دي.
 
 




     
  •  
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfs0x5yt0fo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته